د ښځو چارو وزارت د ۱۴۰۰ لمریز کال کاري لمړیتوبونه په ګوته شول

mowa_af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۴:۲۵
mowa

د سلواغې ۲۷ د ۱۳۹۹کال
د ښځو د ودې ملي ستراتیژي، د ښځو اقتصادي ځواکمني، امنیتي او دفاعي سکتور، خدمتونو او سر چینو، د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي مخنیوي لپاره د لارې نقشه د ۱۴۰۰کال په لمړیو ۴میاشتو کې د ښځو چارو وزارت د غوره فعالیتونو څخه ګڼل کیږي.
حسنا جلیل د ښځو چارو وزارت د پلان اوپالیسۍ مرستیالې د ۱۴۰۰کال د کاري پلان د لمړیتوبونو په غوڼده کې یادې موضوع ته اشاره وکړه.
د پلان او پالیسۍ مرستیالې وویل؛ د مکالمو ستراتيژي، د مطبوعاتو او رسنیو پلان، د پلان جوړونې لارښود، د پلټنې او ارزونې رپورت ورکونه، د کارکوونکود ګټور تقاعد طرح، د دونرانو د سوانحو چمتوکول، د وزارت د کاري قدمو د تشکلیلاتي جوړښت بیا کتنه غوره لمړیتوبونه دي .
په پای کې میرمن جلیل څرګنده کړه: دا وزارت به د کار د ښه والي لپاره د احصایې د ملي ادارې، د اندونیزیا هیواد، UN WOMEN او نورو بنسټونو سره هوکړه لیکونه امضا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۴:۱۸
Background image

ټولګټو وزارت د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

د کب ۲۱مه، ۱۳۹۹
د ټولګټو وزارت لخوا د ښځو نړیواله ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال ونمانځل شوه.
په دغه پروګرام کې د ټولګټو محترم وزیر انجنیر نجیب الله یمین، د دې وزارت مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۴:۲۵
Background image

د ښځو چارو وزارت د ۱۴۰۰ لمریز کال کاري لمړیتوبونه په ګوته شول

د سلواغې ۲۷ د ۱۳۹۹کال
د ښځو د ودې ملي ستراتیژي، د ښځو اقتصادي ځواکمني، امنیتي او دفاعي سکتور، خدمتونو او سر چینو، د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي مخنیوي لپاره د لارې نقشه د ۱۴۰۰کال په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۴:۲۷
Background image

سپوږمۍ وردک:

هره موسسه چې په اقتصادي برخه کې د ښځو سره کار کړي، باید ددوی د ښو مهاراتونو څخه نه یوازې د موسسې او مسوولینو د ګټو په موخه کار واخلي ، بلکه ددوی د اقتصادی ودې او پرمختګ ته هم پاملرنه او. . .

BACK TO NEWS