په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په اړه د همغږۍ ناسته، وشوه

mowa_af
Thu, Aug 12 2021 4:41 AM
mowa

چهارشنبه، ۲۰ زمری ۱۴۰۰
کابل، افغانستان: د ښځو چارو وزارت، د چهارشنبې په ماسپښین د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په هېواد کې د ښځو اوسني وضعیت په اړه همغږي تر سرلیک لاندې، ناسته وکړه.
په دې ناسته کې یو شمېر وزیرانو، د ملي شورا غړو، کمېشنرانو، مدني فعالانو، د پوهنتونونو استادانو او ښځینه قاضیانو ګډون کړی وو.
د ښځو چارو وزارت سرپرستې، حسینې ساپۍ، د دوه مشخصو پوښتنو په تړاو- د هېواد اوسني حالت او کونډو ښځو ته د مرستو رسولو څرنګوالي په اړه، د ګډونوالو د نظرونو تر لاسه کول، د یادې ناستې موخه وبلله.
د ناستې ګډونوالو په خپلو خبرو کې د ښځو د عمومي روحیې پر ساتلو ټینګار وکړ او دغه راز د جګړو له امله د بېځایه شویو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضعیت ته، چې له څو ورځو راپدېخوا یې کابل ته پناه راواړې، د رسېدنې لپاره د ادارو د همغږۍ غوښتنه وکړه.
هغوی د بېځایه شویو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته د اوسېدلو ځای نه شتون له اساسي اړتیاوو څخه وباله او له مسوولو ادارو یې غوښتنه وکړه چې د هغوی لپاره د موقتي سرپنا برابرولو برخه کې همکاري وکړي.
د هېواد یو شمېر سیمو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالی زیاتوالی د دې لامل شوی چې زرګونه کورنۍ بېخایه شي او د دغو بېځایه شویو یوې برخې کابل ته پناه راوړې ده.