د افغانستان د ښځو د چارو د وزیرې ډاکتر حسن بانو غضنفر

پیغام د ښځو چارو وزارت ویب پانی د نشراتو د پیل په اروند

-------------------------------------------------

نیټه:3 /11  / ۱۳۸۵

د لوی څښتن په نامه

 

گرانو هیوادوالو او دوستانو، سلام!

 

د ښځو د چارو وزارت خوښ دی چې د خپل ویب سایت په خپرونو کې له کابو دوه کاله ځنډ وروسته ، یو ځل بیا د خپلو مرکزی او ولایتی دفترونو او د دولتی او غیر دولتی ملګرو او همکارانو د فعالیتونو په هکله د اطلاع رسونې او خبرونې خدمتونه  له سره پیلوی.

 

د ښځو د چارو وزارت د هغه دولتی ادارو، مدنی ټولنې او ملی او بین المللی انجو ګانو چې د افغانستان په قلمرو کې د ښځو لپاره کار کوی، د  پالیسی جوړونکی، هم غږوونکې، سمت ټاکونکی او کنترول او نظارت کوونکې اداری په توګه د هیواد د ښځو او انجونو په خدمت کې دی.

 

دا وزارت په ټول هیواد کې یواځنې دولتی مرجع ده چې پالیسۍ، ستراتیژۍ او لنډ مهاله او اوږد مهالې کاری برنامې د ښځود ژوند د حقوقی، اقتصادی، تعلیمی او لوړو زده کړو او روغتیایی چارو د ښه توب لپاره برابروی او د هغو تطبیق لپاره نه یواځې په خپله ګام اخلی بلکه د نورو دولتی ادارو څخه یې هم غوښتنه کوی.

 

د ښځو د چارو وزارت په اوسنی تشکیل کې (۹) مرکزی ریاستونه، ۳۵ د ولایتونو او کابل ښار ریاستونه او یو د کورنۍ پلټنې آمریت لری. خو د اوسنی تشکیل د نقصانونو او خلا ګانو په تشخیص سره دغه وزارت پریکړه کړې تر څو په راتلونکی کال کې نوی معینیت او ریاستونه په خپل تشکیل کی شامل کړی تر څو د فرهنګ، د ظرفیت د پراختیا، د اطلاعاتو او عامه اړیکو، بین المللی اړیکو او جندر، د خبرولو د مهمو چارو، د کارونو د پایلو د ښه والی، د ښځو لپاره د فرهنګی پالیسیو طرح او تطبیق، زده کړه، د جندر تبلیغات او ګډون، او د ګاونډیو هیوادنو، سیمې او نړۍ له ښځو سره د افغانستان د ښځود بین المللی اړیکو په هکله تر پخوا لا اغیزمن کارونه ترسره شی.

 

زمونږ په سنتی او عنعنوی هیواد کې چی اوس د مډرنتوب په خوا حرکت کوی، د بازار په اقتصاد متکی ډیموکراسی په ټولنه کې پلی کوی او ګام په ګام د ټولنې او ښځو او انجونو د پرمختګ لاره لنډوی. تر اوس مهاله ددې هیواد ښځې د سیاسی ګډون او فرصتونو د لاس ته راوړنې څخه سل په سلو کې واټن لری. د اساسی قانون د دوه ویشتمې مادې تطبیق وخت غواړی. تر اوسه پوری زیان رسونکې قانونې خلاوې د ښځو په هکله شته دی او د میندو او ماشومانو د مړینی د اندازې لوړ والی، د مکتبونو او پوهنتونونو له دروازو څخه لیرې والۍ، د ملکیت نه درلودل او د طبی خدمتونو په خاصه توګه د امیدوارۍ طبی خدمتونو ته لاس رسی نه درلودل، دا ټولی هغه ستونزې دی چې ډیری ښځې ځوروی چې ددې ستونزو د حل لپاره باید  اړینه پالیسی جوړه او اجرا کوونکو ادارو ته په رسمی توګه ولیږدول شی او د هغو د تطبیق په هکله د افغانستان د اسلامی جمهوریت د وزیرانو د شورا د راتلونکو لارښوونو مطابق، څارنه وشی.

 

د ښځو د چارو وزارت په نظر کې لری تر څو دداسې فعالیتونو، پر مختګونو، ستونزو او طرح شویو او جوړو شویو برنامو او ستراتيژیو په هکله خپل هیواد وال، او نړیوال دوستان او د افغانستان د خلکلو ملګری هیوادونه تر ټولو په لنډ وخت کې د نوموری وزارت د ویب پانی له لاری خبر کړی او د هغوی د نظریو، مشورو او جوړونکو طرحو څخه د دندو د لا ښه سرته رسونې په خاطر ګټه او فیض واخلی.

 

ددې ویب پانی د مینه والو ګډ زیار کولای شی له مونږ سره د هیواد د غم ځپلیو ښځو او انجونو د نیستۍ، غمونو او ربړو په ورکولو او له منځه وړلو کې مرسته وکړی.

 

په همدی توګه، دا وزارت په پرله پسې توګه د ښځو او انجونو د ژوند په بیلابیلو اړخونو کې نظریات غواړی او په ملی او نړیواله سطحه ستاسو دوستانو نظریو ته سترګې په لاره دی تر څو د ښځو او انجونو د ژوند د بدلولو په هکله ستاسو د تجربو او منابعو څخه په ګټه اخستنې سره  تر پخوا لا ګټوری کاری برنامې طرح او عملی کړی.

 

پرته له شکه د نړۍ ډیری هیوادونو ارزښتناک ګامونه آزمېیلی دی چې مونږ به وکولای شو د خپلو ملګرو په وسیله هغه لاس ته راوړو او د هغو څخه د همکارانو او د هیواد د ښځود لارې د څراغ په توګه کار واخلو.

 

ډاکتر حسن بانو غضنفر

د ښځو د چارو وزیره