|
د نن نه پنځه شـــپيته كاله پخوا (۱۳۲۲ لمريز)د محمد ظاهــرشاه د سلطنت په دوره كښې د ښځو يو شل كـــسيزې اتحاديي د وخت د ضرورت په اساس د افغانستان د ښځو دزده كړې او دهغوى د ذهنونود تنويرپه موخه د كابل د ښارپه مركزي برخه كښې (داوسني سرينا هوټل ختيځې خواته) د موسسه عالي نسوان ترنوم لاندي يوه اداره ايجادكړه چه دوه كاله وروسته يعني په ۱۳۲۴ كښې د شاه امان الله خان د خوربي بي زينبي د پشنهاد او هڅو په نتيجه كښې د كابل د شــهرنو په ساحه كښې د نوموړې موسسي لپاره يوه اندازه ځمكه(د ښځو دچارو وزارت اوسني موقعيت) په بيه واخستل شوه چه په هغه كښې يو باب وړكتون، ښـــوونځى ، ســــينما او دكاردفترونه آباد كړى شول
چه ســـينما يي د زينب په نوم ونومول شوه. د نسوان د عالي موسسي په ښــوونځي كښې چه هغه وخت مديريت يي د مـيرمن رقيه په غاړه وه متاهله ښځو چه د مختلفو دلايلو پربنسټ د زده كړې څخه پاتې وي زده كړه كوله.
نوموړې موسسه په ۱۳۴۲ كال كښې د كاراو ټولنيزوچارودوزارت په تشكيل كښې رسما شامله كړاى شوه او د ميرمنو د ټولنې په نوم ونومول شوه چه ۱۳۵۷ كال پوري ېې په ترتيب سره د حميرا نورزايي، كبرانورزايي، صالحه اعتمادي او ډاكټرنيلاب ترمشرى لاندي خپلو فعاليتونوته ادامه وركړه.
په ۱۳۵۷ لمريزكال كښې د مــيرمنو ټولنه په كلوپ مـركزي نسوان تبديله شوه چه دغه كلوپ وروسته بيا په كال ۱۳۶۵ كښې په انجمن مـركزي نسوان تبديل شو اوترهمدي نامه لاندې يي تر۱۳۷۰ لمريزكال پوري خپل فعاليت ته ادامه وركړه.
د ثورد ۷ دواقعې څخه وروسته د افغانستان د ښځوسرتاسري شوراى د يواجتماعي او سياسي سازمان په حيث د اناهيتا راتب زاد په مشرى كښې مــنځ ته راغله چه ددولتي امكاناتونه په استفادي سره يي خپل فعاليتونه پرمخ بيول. نوموړې شوراي تر۱۳۷۰ لمريزكال پورې انجمن مـركزي نسوان چه د اعضاوتعداد يي ۳۶۰ تنوته رسيده په خپل دومي واحد بدل كړ. د افغانستان د ښځو سرتاسري شوراى په اجتماعي اوسياسي ډګرونوكښې په فعاليت بوخته وه اود وخت له تيريدوسره يي دمــركزسربيره په ولاياتوكښې هم خپلې نمايندګاني ايجادكړې. هغه ميرمنې چه د افغانستان د ښځو دسرتاسري شوراي د رهبرى په سطحه كښې يي فعاليت درلودعبارت وې له: فيروزه مـرجان ، معصومه عصمتي وردګ، ثريا،بلقيس تابش،جميله ناهيد، ګلجان، شهلا شــيرزاد، طاهره دردمل او فوزيه نيكزاد څخه. دميرمنو د ټولني فعاليتونه ترډيري اندازې د يوه حرفوي اومسلكي موسسي په توګه فقط تركابل پورې محدود ووچه په هغه كښې دمختلفوحرفوي زده كړولكه خياطى، غالي اوبدلو، ټايپستى ، ګلسازى ، سينګار اوډيكوريشن د كورسونودايرول شامل وو.
په ۱۳۷۰ كال كښې د مجاهدينوددولت په رامنځ ته كيدوسره موسسه عالي نسوان يوځل بيا په فعاليت پيل وكـــړ چه په لومړنيو وختونوكښې يي رياست د محبوبه حقوقمل اووروستيوكښې يې رياست د قدريه يزدانپرست په غاړه وو.
په كال ۱۳۷۳ كښې د كاراوټولنيزو چارووزارت د موسسه عالي نسوان په څنګ كښې د ميرمنو ټولنه هم په خپلو تشكيلاتوكښې ايجادكړه چه د ۱۳۷۵ كال د ميزان ترمياشتي يي فعاليت كاوه.
د ۱۳۷۵ لمريزكال د ميزان په مياشت كښې طالبان كابل ته راننوتل، ښځي اونجوني يي د كار اوښوونځي ته د تګ څخه منع او په كوريي كښينولې. طالبانو د ميرمنوټولنه اوموسسه عالي نسوان مدغم اود ښځوپرځاي يي نارينه استخدام كړل. د طالبانودولت په ۱۳۸۰ كال كښې سقوط وكړ.
د ښځو د چارووزارت د بن د توافقاتوپراساس د موقتي اداري په چوكاټ كښې منځ ته راغى اود ۱۳۸۰ لمريزكال د قوس په مياشت كښې دغه وزارت د اجرائيه قوي د عضوې په حيث مــعرفي كړى شو. د موسسه عالي نسوان او ميرمنوټولنې كاركوونكي بيرته وزارت ته جذب اومقرركړى شول.
په ۱۳۸۲ كال كښې د ښځود چارووزارت خپله استراتيژى چه د خيريه كارونوپرمخ بيول وه په يوه پاليسې جوړونكي ارګان بدله كــړه.
د ښځودچارولومړنى وزيره سيما سمروه چه د ۱۳۸۰ لمريزكال نه د ۱۳۸۱ كال تروروستيوپورې يي خدمت وكړ. وروسته له هغوى ډاكــټرحـبيبه ســرابي د ۱۳۸۱ نه تر۱۳۸۳ كاله پوري د ښځو دچارووزيره وه چه په تسلسل يي ډاكټرمسعوده جلال د ۱۳۸۳ لمريزكال دعقرب دمياشتي نه د ۱۳۸۵ لمريزكال د زمرى (اسد) ترمياشتې پوري د ښځو وزيره پاتي شوه. د ۱۳۸۵ كال د زمري په مياشت كښې مــيرمـن حــسن بانوغــضـنفرد هیواد د ولسی جرگی نه د ښځوچارودوزيري په حيث داعـتماد رايي ترلاسه كړه.
همدارنګه د ۱۳۸۰ كال څخه تراوسه پورې چه كومي ميرمني د ښځود چارود وزارت د مسلكي او پاليسي جوړونكو مرستیالانو په حيث پاتي شوي دي په دي ډول دي: شفيقه يارقين ثريا صبحرنګ، پوهنيارمـزاري صفا او مالي اواداري مرستیالان عبارت دي له تاجور كاكــړ، نجيبه شــريف اومليحه سهاك څخه.
دغه وزارت د نهو(۹) مـركزي رياستونواو ۳۴ ولايتي رياستونولرونكى دى.
د ښځود چارووزارت د فعاليتونواواجراآتولومړنى مقرره په څلوروفصلونواو۲۴ مادوكښې د ۱۳۸۳ كال د وري په ۱۷ مه د وزيرانو د عالي مجلس د ددريمي مصوبي په اساس تصويب اود افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د غـبرګولي د مياشتې په ۴ نيټې د صادره شوي ۲۶ نمبرفرمان پراساس منظوركړى شوه چه ددغي مـقررې په دريمه نمبرماده كښې داسي راځي: د ښځودچارو وزارت د دولت د سياسي اواجتماعي كـړنلارې په رڼا اود خپل دفعاليت په ساحه كښې د ښځودمشروعوحقوقودتامين اوتوسعي اودهغوى په ژوندانه كښې د قانونيت درعايت مسئول دى.
همدارنګه په څلورم نمبرماده كښې داسي راځي:
د ښځودچارو وزارت دخپلوفعاليتونود پرمخ بيولوپه جريان كښې د ملك ټول نافذه قوانين اوفرامين ، د شوراي ټولې مصوبې اودددغې مـقرري ټول احكام په نظركښې نيسي اودهغي سالم تطبيق به د خپل فعاليت اړوندوساحوكښې تامينوي.
|