د وزير پيام
گرانو هیوادوالو او دوستانو، سلام!
د ښځو د چارو وزارت خوښ دی چې د خپل ویب سایت په خپرونو کې له کابو دوه کاله ځنډ وروسته ، یو ځل بیا د خپلو مرکزی او ولایتی دفترونو او د دولتی او غیر دولتی ملګرو او همکارانو د فعالیتونو په هکله د اطلاع رسونې او خبرونې خدمتونه له سره پیلوی.
د ښځو د چارو وزارت د هغه دولتی ادارو، مدنی ټولنې او ملی او بین المللی انجو ګانو چې د افغانستان په قلمرو کې د ښځو لپاره کار کوی، د پالیسی جوړونکی، هم غږوونکې، سمت ټاکونکی او کنترول او نظارت کوونکې اداری په توګه د هیواد د ښځو او انجونو په خدمت کې دی.
دا وزارت په ټول هیواد کې یواځنې دولتی مرجع ده چې پالیسۍ، ستراتیژۍ او لنډ مهاله او اوږد مهالې کاری برنامې د ښځود ژوند د حقوقی، اقتصادی، تعلیمی او لوړو زده کړو او روغتیایی چارو د ښه توب لپاره برابروی او د هغو تطبیق لپاره نه یواځې په خپله ګام اخلی بلکه د نورو دولتی ادارو څخه یې هم غوښتنه کوی.
نور...
|
|
|
دوزارت تاريـــخچه
 |
 |
|
|
|
د نن نه پنځه شـــپيته كاله پخوا (۱۳۲۲ لمريز)د محمد ظاهــرشاه د سلطنت په دوره كښې د ښځو يو شل كـــسيزې اتحاديي د وخت د ضرورت په اساس د افغانستان د ښځو دزده كړې او دهغوى د ذهنونود تنويرپه موخه د كابل د ښارپه مركزي برخه كښې (داوسني سرينا هوټل ختيځې خواته) د موسسه عالي نسوان ترنوم لاندي يوه اداره ايجادكړه چه دوه كاله وروسته يعني په ۱۳۲۴ كښې د شاه امان الله خان د خوربي بي زينبي د پشنهاد او هڅو په نتيجه كښې د كابل د شــهرنو په ساحه كښې د نوموړې موسسي لپاره يوه اندازه ځمكه(د ښځو دچارو وزارت اوسني موقعيت) په بيه واخستل شوه چه په هغه كښې يو باب وړكتون، ښـــوونځى ، ســــينما او دكاردفترونه آباد كړى شول
چه ســـينما يي د زينب په نوم ونومول شوه. د نسوان د عالي موسسي په ښــوونځي كښې چه هغه وخت مديريت يي د مـيرمن رقيه په غاړه وه متاهله ښځو چه د مختلفو دلايلو پربنسټ د زده كړې څخه پاتې وي زده كړه كوله.
نور...
|
|